Hope Within Ministries د ټولنې روغتيايي، د مشورې ورکولو او غاښونو مرکز دی.

څه شی چې موږ وړاندې کوو

د ټولنې روغتيايي مرکز

HWCHC د Lancaster ،Lebanon او Dauphin ناحيو هغو اوسېدونکو لپاره چې د روغتيايي پاملرنې لومړني خدمتونه وړیا وړاندې کوي چې عايد يې ټيټ او طبي روغتيايي بيمه نه لري.

خدمتونه به هغو وګړو لپاره شتون ولري چې د Lancaster ،Dauphin یا Lebanon په ناحيو کې اوسېږي، د کورنۍ عايد يې د بې وزلۍ فدرالي کچې له 250 سلنې سره برابر يا تر دې کم وي چې دا رقم د ناروغ له لوري پر شرايطو د برابروالي غوښتنليک له سپارلو څخه وروسته د HW کارکوونکو له لوري ټاکل کېږي.

مشوره ورکول

Hope Within Counseling په خپله د لګښت ورکولو، د عايد مطابق فيس په ورکړې سره وړاندې کېږي او ددې لپاره پر شرایطو د برابروالي نور شرطونه شتون نه لري.

Hope Within له Lancaster Bible کالج او Capital Seminary او Graduate School سره په ګډه د رواني روغتيا کم لګښته مشورې وړاندې کوي. دا فيس د عايد مطابق ټاکل کېږي او ساعتونه بدلون مومي.

د نورو معلوماتو لپاره په Hope Within کې له Anne Marie سره په 717-367-9797 شمېرې او بيا له 313 ځانګړې شمېرې اړيکه ونيسئ.

د غاښونو پاملرنه

Hope Within Dental د 2020 کال په جولای کې پرانيستل شو. مونږ د بسپنې په بنسټ د خولې معاينې، زده کړې، پاکوالي، د غاښونو پوښلو، ډکولو او ويستلو خدمتونه وړاندې کوو.

خدمتونه به د هغو وګړو لپاره شتون ولري چې د Lancaster، Dauphin او Lebanon په ناحيو کې اوسېږي، د کورنۍ عايد يې د بې وزلۍ فدرالي کچې له 250 سلنې سره برابر يا تر دې کم وي چې دا رقم د ناروغ له لوري په شرايطو د برابروالي غوښتنليک له سپارلو څخه وروسته د HW کارکوونکو له لوري ټاکل کېږي.

زموږ ماموريت د روغتيايي پاملرنې خدمتونو، د غاښونو پاملرنې، سالمې مشورې ورکونې او اړونده زده کړې چمتو کولو له لارې له اړمنو خلکو سره د خدای مينه شريکول دي.

له مونږ سره اړيکه ونيسئ